د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د سکرټرانو ۱۷مه غونډه جوړه شوه
CMG2022/08/20 10:43:45
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنيت شورا د سکرټرانو ١٧مه غونډه د اګست په ١٩مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه. د چین د عامه امنيت وزير وانګ شياو هونګ د ويډيو له لارې په ياده غونډه کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.

وانګ شياو هونګ وويل، چين غواړي له ټولو خواوو سره په فعاله توګه د نړيوال امنيت لپاره د رئيس شي جين پينګ وړانديز پلی کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د قانون د تطبيق او امنيت په برخو کې همکارۍ ژورې کړي. لومړی، موږ باید ګډې نظريې پیاوړې کړو او د سيمې په چارو کې د بهرنیانو د مداخلې پر وړاندې مقاومت وکړو. دوهم، موږ بايد د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ پياوړې کړو او د تروريزم سرچينه له منځه يوسو. درېيم، موږ بايد له بېلا بېلو امنيتي خطرونو سره د ګډې مقابلې لپاره جامع تدبيرونه ونیسو. څلورم، موږ باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره همکاري او خبرې اترې پیاوړې کړو. پنځم، موږ باید توان لوړ کړو.