د چين او اروپا ترمنځ باروړونکو اورګاډيو د ۳۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مالونه تبادله کړي
CMG2022/08/20 10:55:13
شريکول:

«د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د پرمختګ راپور (۲۰۲۱) » د اګست په اتلسمه نېټه په رسمي توګه خپور شوی. په دغه راپور کې ليکل شوي، د روان کال تر جولای پورې د چين او اروپا ترمنځ باروړونکو اورګاډيو ۵۷ زره ځلې تګ راتګ کړی او په نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې يې د پول رول لوبولی دی.

د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ، چې د دواړو خواوو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د پياوړتيا له امله پيل شوی، د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد له تطبيق او پراخوالي سره يې پرمختګ کړی او د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې ارتباط يې لا ټينګ کړی دی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د ورخلاصون چارو څانګې مشر شو جيان پينګ وويل، چې د روان کال د جولای تر پايه د چين او اروپا ترمنځ باروړونکو اورګاډيو ۵۷ زره ځلې تګ راتګ کړی او ۵ ميليونه او ۳۰۰ زره معياري کانتينرونه لېږدولي، چې د لېږدول شويو مالونو ارزښت يې نږدې ۳۰۰ ميليارډه امريکايي ډالر دی او د مالونو ډولونه يې د الکترونيکو شيانو، جامو، بوټونو، موټرو، فالتو پرزو او خوراکي موادو په شمول د ژوند او توليد د بېلا بېلو برخو څه باندې ۵۰ زرو ته زيات شوي دي.

د جولای تر پايه د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو ۸۲ پټلۍ د ۲۴ اروپايي هېوادونو ۱۹۶ ښارونو ته غځېدلې او يوه بشپړه ټرانسپورټي شبکه يې جوړه کړې ده.

بر سيره پر دې، د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ د چين د زياتو سيمو ورخلاصون او پرمختګ پياوړی کړی. د بېلګې په توګه، د چين د هه نان ولايت جنګ جو ښار او چونګ چينګ ښار د دغه هېواد او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ له پيله وروسته کلني اقتصاد ۳۰ سلنه  پرمختګ کړی، شينجيانګ د دغو باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ له لارې له بهرنيو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړې دي. د پولنډ لوډز او د جرمني دويسبورګ د دغو اورګاډيو د تګ راتګ له پياوړتيا سره په نړيوال ټرانسپورټ کې خپل مرکزي مقامونه لا لوړ کړي دي.

د چين او اروپا ترمنځ باروړونکو اورګاډيو د نړيوال صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير د تامينولو لپاره ډېر او مهم خدمتونه کړي دي. د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د سمندري او هوايي ټرانسپورټ د ځنډېدو پر وړاندې، د چين او اروپا ترمنځ د باوروړونکو اورګاډيو د ادارې چيني څانګې د زياتو کورنيو او بهرنيو تصديو د اړتياوو له مخې ۱۱۵۰ ځانګړې باروړونکي اورګاډي چلولي او د دغو تصديو لپاره يې د مالونو ټرانسپورټي ستونزې حل کړې دي.

د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو جنوبي پټلۍ د چين د شينجيانګ له لارې قزاقستان ته غځېدلې او مالونه يې هم د قرغېزستان ، ترکمنستان، اذربايخان، ګرجستان، ايران او ترکيې د سړکونو، پټليو او يا بندرونو له لارې د اروپا نورو هېوادونو او د تور سمندر او د مديترانې سمندر په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته ليږدولی شي.

د چين د اوسپنيزو لارو ګروپ د مالونو د ټرانسپورټ څانګې مسوول جوانګ هه وويل، چې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو جنوبي پټلۍ به لا چټک پرمختګ ومومي او له دې لارې به د قزاقستان، اذربايجان، ګرجستان، ترکيې د اوسپنيزو لارو، بندرونو او سمندري ټرانسپورټ له تصديو سره نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.