چين د ليرې احساس يوه سپوږمکۍ وتوغوله
CMG2022/08/20 11:12:46
شريکول:

 

پر ځايي وخت د ۲۰۲۲م کال د اګست د ۲۰مې نېټې سهار په يوه بجه او ۳۷ دقیقو، د چین د شي چانګ سپوږمکۍ توغولو له مرکزه د CZ-2D راکټ پر مټ د yaogan-35 ليری احساس ۴مه سپوږمکۍ (remote sensing satellite) په بریالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه. دغه سپوږمکۍ په سالم ډول ټاکل شوي مدار ته ننوتله او د توغولو ماموریت په بشپړ ډول بریالی و.

دغه سپوږمکۍ په عمده توګه د ساینسي تجربو، د ځمکو سرچینو پلټنې، کرنیزو چارو او د ناورینونو د مخنیوي او کمولو په برخو کې کارول کېږي.

دا ماموریت د CZ راکټونو لړۍ ۴۳۳مه الوتنه ده.