چین کې د نړۍ ترټولو لویه 5G شبکه جوړه شوې
CMG2022/08/20 10:42:52
شريکول:

د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د تازه شمېرو له مخې، دغه هېواد د روان کال د جولای تر پایه ۱،۹۶۸ میلیونه 5G بېس سټیشنونه جوړ کړي او د 5G ګرځنده ټيلېفونونو کاروونکو شمېر ۴۷۵ میلیونو ته رسېدلی او د نړۍ تر ټولو لویه 5G شبکه يې جوړه کړې ده.

د چين 5G کلیدي تخنیکي نوښتونو پرمختګ کړی او په دې سره دغه هېواد 5G صنعتي لړۍ وده کړې ده. په ۲۰۲۱م کال کې، د چین د 5G ګرځنده ټيلېفونونو صادراتي اندازه ۲۶۶ ميلیونو ته رسېدلې چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۶۳،۵ سلنه زیاته شوې ده.