د روان کال په لومړنيو ۷ مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين غير پولي پانګونو ارزښت ۴.۴ سلنه زيات شوی
CMG2022/08/20 14:28:02
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې په بهرنيو هېوادونو کې د چين غير پولي پانګونې ارزښت ۴۲۴ ميليارډو او ۲۸۰ میلیونو يوانو ( يعنې ۶۵ ميليارډو او ۶۰ ميليونو ډالرو) ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين غير پولي پانګونه کې،  د کرايې او سوداګريز خدمت برخه ۲۲ ميليارډه او ۳۸۰ میليونه ډالره نيولی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴.۵ سلنه زياتوالی پکې راغلی. د عمده او پرچون خرڅلاو، د تولیدي صنعت او عمراني چارو صنعت په برخو کې پانګونې مخ په زياتېدو روانې دي. په همدې موده کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو پرتو هېوادونو کې د چين د غير پولي پانګونې ارزښت ۱۱ ميليارډو او ۸۷۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۱ سلنه زياتوالی پکې راغلی او د عمومي ارزښت يې ۱۸.۲ سلنه دی.