نړیوال الکترونیکي کمیسیون (IEC) د اګسټ په شلمه نېټه د ۲۰۲۲م کال د معيارونو د ټاکلو په نړيواله غونډه کې وړانديز وکړ، چې د چين په مشرۍ دې د نړۍ د لومړي نوي ډول بريښنایي سيسټم د کليدي تخنيکونو نړيوال معیاري چوکاټ جوړ شي، ترڅو د نويو بريښنايي سيستمونو د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او د پاکې انرژۍ چارو ته وده او پرمختګ ورکړي.
د نړیوال الکترونیکي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د چين د نوې انرژۍ د نصبولو ظرفيت او د برېښنا توليد له څو کلونو راهيسې په نړۍ کې لومړی مقام لري او د باد برېښنا، فوټوولټیک او لیتیم بټرۍ صنعتي او بازاري پیمانې په نړۍ کې هم لومړی ځای لري.
چین د نوي بریښنايي سیسټمونو د پرمختګ، صنعتي او تخنیکي غوره والی لري. د چين تر مشرۍ لاندې د نړيوال معیاري چوکاټي سيستم او د نويو بريښنايي سيستمونو د نړيوال معياري کېدو د ستراتيژۍ څېړنه به د انرژۍ په نړيوالو اصلاحاتو کې مرسته وکړي.