د بېجينګ د فلمونو ۱۲م نړيوال فېسټېوال پای ته ورسېد
CMG2022/08/21 14:35:02
شريکول:

د بېجينګ د فلمونو ۱۲م نړيوال فېسټېوال د اګست په ۲۰مه نېټه پای ته  ورسېد.

په دې فېسټيوال کې د شامل شويو فلمونو شمېر ۱۴۵۰ ته رسېدلی، پکې ۱۱۹۳ فلمونه له ۸۸ بهرنيو هېوادونو او سيمو څخه راغلي، چې دا په تاريخ کې تر ټولو زيات شمېر دی.

د بېجينګ د فلمونو نړيوال فېسټيوال له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې په دوامدار ډول نوښت او پرمختګ کړی او د چیني‌ فلمونو او نړیوالو فلمونو ترمنځ د تبادلې لپاره مهم لاره  ګرځېدلې ده.