د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټريس د اګسټ په ۲۰مه نېټه د ترکيې په استانبول کې وويل، چې له اوکراين او روسيې څخه د زياتو غلو دانو او سرې واردول د اجناسو بازار د لا ثبات او د بيو د کمولو لپاره ضروري دي.
د ترکيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ګوټريس په همدې ورځ د ترکيې په ملي دفاعي پوهنتون کې د خوراکي توکو د صادراتو او ټرانسپورټ لپاره د تور سمندرګي د ګډې همغږۍ له مرکز څخه ليدنه وکړه.
هغه وویل، چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه پخواني تړون کې هم له بندیزونو څخه د روسیې د غلو او سرې معافیت شامل دی او باید نړیوالو بازارونو ته د دې محصولاتو بې خنډه صادرولو لپاره تضمین رامنځ ته شي.