د چين د تعليم وزارت د اګست په ۲۰مه نېټه د چين د مسلکي تعليم د پرمختګ په نوم سپين کتاب خپور کړ. د دغه کتاب موخه دا ده، چې نړۍ ته د چين د مسلکي تعليم د پرمختګ تجربې معرفي کړي.
په دې سپين کتاب کې راغلي، چې مسلکي تعلیم د هېواد د تعلیمي سيستم او د انساني سرچينو د انکشاف يوه مهمه برخه ده. د مسلکي تعليم پرمختګ کولی شي، چې له هېوادونو سره د اقتصاد، ټولنې، نفوس، چاپيريال، روزګارۍ په برخو کې رامنځ ته شوې ستونزې حل کړي او دوامدار پرمختګ تر سره کړي.
ياد سپين کتاب زياتوي، چې د چين نيکې هيلې دا دي، چې د همکاريو او تبادلې لپاره يوه لاره جوړه کړي او له نړۍ سره د چين د مسلکي تعليم د اصلاحاتو لاسته راوړنې شريکې کړي.