د امريکا د ان بي سي رسنۍ خبر ورکړ، چې د اګسټ په ۱۹مه نېټه د يوې خپور شوي راپور له مخې، په امريکا کې په ۲۰۲۱ ـ۲۰۲۲ تعليمي کال کې د ډزو پېښو شمېر له تېرو لسو کلونو راهيسې تر ټولو زيات دی، چې د تېر تعليمي کال په پرتله ۳ چنده زيات شوی.
د ډزو ضد ګروپ ( په هر ښار کې د توپک امنیت ساتل ) په يو راپور کې وايي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲م کال د مۍ تر ۳۱مې نېټې پورې د امریکا په وړکتونونو او مکتبونو کې ۱۹۳ د ډزو پېښې رامنځ ته شوي. په ۲۰۲۰ ـ۲۰۲۱ تعليمي کال کې ۶۲ او په ۲۰۱۸ ـ۲۰۱۹ تعلیمي کال کې ۷۴ د ډزو پېښې شوي دي.