نړيواله غلا
CMG2022/08/21 11:45:43
شريکول:

که ګرده نړۍ د يوه کلي په توګه ياديږي، ويل کيږي، چې په دغه کلي کې شتمن او بېوزلي کليوال اوسېږي، خو يو ډېر شتمن او ظالم کليوال کله نا کله په خپله خوښه د بېوزلو کليوالو پر کورونو تېری کوي او غلا پکې کوي. ټولو ته معلومه ده، چې دغه مستبد کليوال امريکې ته وايي.

د اګسټ په منځ کې يوه ورځ د امريکايي ځواکونو د ټانکرونو کاروان د سوريې د شمال ختيځ الحساقح ولايت(Al Hasakah) ته  ننوت او په ناقانونه توګه د دې سيمې له سرحدي پولې تېر شو او له سوريې څخه غلا شوي نفت يې په عراق  کې خپلې اډې ته  ولېږل. دا په اګسټ کې د امريکايي ځواکونو شپږم ځل دی، چې له سوريې څخه نفت غلا  کوي.

د سوريې د رسمي شمېرنو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هېواد له ۸۰ سلنې زيات نفت د امريکا په لاس کې لويدلي. د امريکايي ځواکونو د دغو ناوړو کړنو له زياتوالي سره د روان کال د اګسټ له ۷مې نېټې راهيسې په سوريه کې د نفتو بيه نژدې ۱۲۷٪ لوړه شوې ده.

د نفتو صنعت د سوريې د ملي اقتصاد عمده بسنټيز صنعت و. په ۲۰۱۱م کال کې د سوريې بحران له رامنځته کېدو وروسته د دغه هېواد د شمال ختيځې سيمې د نفتو سرچينې لومړی د افراطي ډلو له خوا او بيا د امريکا او د هغې د ملګرو هېوادونو له خوا کنټرول شوې دي. امريکا په ۲۰۱۴م کال کې په ناقانونه توګه د سوريې په ختيځ او شمال ختيځ کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او وروسته يې د نفتو د غلا کولو کړنې زياتې کړي. د امريکا مرستيالې ولسمشرې کامېلا هاريس وويل، چې (( نسل په نسل امريکايانو په تېرو زياتو کلونو کې د نفتو لپاره جګړې وکړې.))

امريکايي ځواکونو هم خپل تور لاس د سوريې غنمو ته  وروړاندې کړی. سوريه پخوا د غلو دانو صادروونکی هېواد و، چې د غنمو کلنۍ اندازه يې ۵  میلیونه ټنو ته نژدې وه او د هر کال د غنمو د صادراتو اندازه يې شاو خوا ۲ ميليونه ټنه وه، خو د امريکا د نظامي لاسوهنې او د دغه هېواد د سرچينو د غلا له امله اوس  ۹۰ سلنه سوریايان په ډېرې غريبۍ کې ژوند کوي او ميليونه سوریايان بې کوره دي. د نړيوال خوراکي پروګرام د اټکل له مخې، په سوريه کې ۱۲ ميليونه او ۴۰۰ زره وګړي د غلودانو له کمبود سره مخ دي. د الحساقح ولايت يو وګړي وويل، چې امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې شعار وهي، خو کړه وړه يې تروريزم دی.

د نفتو، غلو دانو او ماسکونو پر غلا بر  سېره، امريکا هم د بنديزونو په پلمه د نورو هېوادونو پانګې په زور او ظلم خوري. امريکا په ۲۰۱۹م کال کې د دغه هېواد په دننه کې د ونزيولا حکومت ټولې پانګې کنګل  کړې او د اوکراين بحران له رامنځته کېدو وروسته يې د روسيې د لويو دولتي پولي څانګو پانګې کنګل  کړې. همداراز دغه هېواد د افغانستان د مرکزي بانک ۷ ميليارډه ډالره پيسې کنګل کړې او پلان يې جوړ کړی، چې د دغو پيسو نيمه برخه د 9·11 پېښې ځپلو ته تاوان ورکړي.

دغو لوټمارو کړو وړو د امريکا د تاريخ او کلتور بنسټيزه بڼه په ډاګه کړې، چې د خپلو ګټو او موخو لپاره د هرې طريقې په کارولو دريغه نه کوي.

بر سېره پر دې، امريکايي ځواکونه فساد د دغو لوټمارو کړو وړو يو مهم لامل  دي. امريکايي ځواکونو په بهرنيو هېوادونو کې د دغه لوی هېواد د میشتو ځواکونو د امتياز له لارې ګټې اخيستې. د بېلګې په توګه، هغه خبر رسنيو ته  راوتلی، چې پخوا په افغانستان کې د امريکا مېشتو ځواکونو د کوکنارو د کرکيلي لپاره د خونديتوب خدمات برابر کړي او ګټې یې ترې اخيستې دي.

د امريکايي ځواکونو لوټماره کړو وړو د امريکا باداري غوښتوونکي افکار انعکاس کړي او هم يې د دغه هېواد د اعتبار د  خرابېدو بهير چټک کړی دی.