د پاکستان په جنوب کې د چت د غورځېدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي
CMG2022/08/21 14:42:31
شريکول:

پاکستاني رسنيو د اګسټ په ٢٠مه نېټه وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په سند ولایت کې د چت د نړېدو ډېرې پېښې رامنځ ته شوي، چې له امله يې لږ تر لږه ١٣ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په شپه د سند ولایت په خیرپور سیمه کې د باران له امله د يوې ودانۍ چت راپرېوت، چې له امله يې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ووژل شول.

د روانې مياشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه هم د دغه ولايت په لارکانه سيمه کې د سخت باران له امله د چت د غورځېدو پېښې رامنځته شوې، چې په نتيجه کې يې ۸ تنه ووژل او ۵ تنه نور ټپيان  شول.