د چين د ميډيا ګروپ سي جي تي ان (CGTN) او د افغانستان شمشاد ټلويزيون په کابل او بېجينګ کې په انلاين او ريښتني ډول يو لوړ پوړی ټلويزيوني فورم تر سره کړ، چې موخه يې له جګړې وروسته د افغانستان بیا رغونې ته پاملرنه کول دي.
د دغه فورم ګډون کوونکو له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو د لومړۍ کليزې په مناسبت کې د افغانستان د بیارغونې په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه بحث وکړ.