د امريکا اېن بي سي رسنۍ د اګست په ۲۱مه نېټه د يوې سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې د ګډونوالو غوڅ اکثریت د امريکا پر کړنلارې اندېښنه ښودلې ده.
د سروې له څلورو ګډونوالو درې يې پر دې اند دي، چې امريکا پر غلط لوري پرمخ ځي.
د سروې۲۱سلنه ګډونوال پر دې باور دي، چې امريکا پر سم لوري روانه ده او ۷۴ سلنه يې بیا پر دې اند دي، چې امريکا پر ناسم لوري ګامونه اخلي.
د سروې ۴۸ سلنه ګډونوالو د ولسمشر جوبايډن په اړه منفي نظر څرګند کړی دی.
(مينه)