د سوماليې د پلازمينې پر يوه هوټل بريد شوی
CMG2022/08/22 15:09:37
شريکول:

د سوماليې د روغتيا وزارت د اګست په ۲۱مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اګست د ۱۹مې نېټې په شپه د دغه هېواد په پلازمېنې موګاديشو کې د ترهګريز بريد له امله ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپيان شوي دي.

د سوماليې د روغتيا وزير ويلي، چې وسلوالو په ۲ موټربمونو د هوټل دېوال نړولی او هلته يې زيات کسان يرغمل نيولي وو.

د سوماليې حکومت ويلي، چې ځواکونو يې له بريدګرو سره ۳۰ ساعته نښته کړې او د هوټل چارچاپېر سيمه يې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او د وسله والو په ولکه کې بند کسان یې ازاد کړي دي.

 د ځوانانو ګوند په نوم د سوماليې افراطي ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.