د جاپان لومړی وزير پر کرونا وبا اخته شوی
CMG2022/08/22 10:13:15
شريکول:

د جاپان حکومت د اګست په ۲۱مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې لومړی وزير فوميو کيشيدا پر کرونا وبا اخته شوی دی.

اعلاميه وايي، چې فوميو کيشيدا د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه تبه او ټوخی درلود او د ۲۱مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو يې د کرونا ټېسټ کړی او د مازديګر په ۴ بجو يې پایله مثبته ختلې ده.

نوموړی اوس په خپل کور کې کرنتين دی او له همغه ځایه د فتر چارې پر مخ وړي.

فوميو کشيدا سره د ناروغۍ پرمهال، د ده مېرمن او زوی نږدې پاتې شوي دي.

د جاپان اېن اېچ کې رسنۍ ويلي، چې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د نویو اخته کسانو شمېر ۲۵۳زرو او ۲۶۵ ته رسېدلی دی.