د هند په ځينو ځايونو کې په دې وروستيو کې سختو بارانونو او زورورو سيلابونو ۵۲ کسان وژلي او زيات شمېر کسان يې ټپيان کړي دي.
هندي رسنيو ويلي، چې د دغه هېواد په هماچل پردیش ایالت کې سختو بارانونو او زورور سیلابونو ۳۶ کسان وژلي، ۱۲ يې ټپيان کړي او ۶ کسان لا هم تری تم دي.
د مړو په شمېر کې ښايي نور هم زياتوالی راشي.
راپورونه وايي، چې د هند په هيماچال پراديش ایالت کې سختو بارانونو او سيلابونو ډېر کورونه، سړکونه او پلونه ړنګ کړي او لسګونه زره خلک تګ ـ راتګ کې بند پاتې دي.
د هند حکومت وايي، چې د خلکو ژغورنې چارې يې پېل کړې دي.
(مينه)