د تايوان په اړه د امریکا د سفير غير مسوولانه څرګندونو ته د چين د بهرنيو چارو وزارت غبرګون
CMG2022/08/22 22:33:36
شريکول:

په چين کې د امريکا لوی سفير نيکولاس بورنس د اګست په نولسمه نېټه  د امريکا له سي ان ان سره په مرکه کې د تايوان په اړه ناسمې او غير مسوولانه خبرې کړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د نوموړي د دې خبرو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل: «سفير بورنس تور ته سپين ويلي او سپين ته تور، ده يو ځل بيا د امريکا باداري غوښتوونکې مفکوره په ډاګه کړې.»

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال شيې فنګ د اګست د اتمې نېټې په شپه له سفير بورنس سره وکتل او ورته يې د امريکا د غير مسوولانه کړنو او څرګندونو په اړه احتجاج څرګند کړ.

 امريکا لومړی لمسونکی اقدام کړی او په لوی لاس يې بحران ته لمن وهلې، خو هڅه کوي چې خپله دغه کرنه پټه او چين د بحران جوړونې په تور بدنام کړي.