د چین د ربوټ تولیدي چارې د نړۍ په نوښتي شبکه کې یو ځای کېږي
CMG2022/08/22 14:54:38
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د ربوټ نړيوال کنفرانس د اګست له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د بېجينګ د يي چوانګ د نړيوال نندارتون په مرکز کې تر سره شو. د ربوټ په ساحه کې مشهورو تصدیو، پوهنتونونو او علمي څېړنیزو ادارو د صنعت، کرنیزو چارو، درملنې او خدماتي چارو په برخو کې د ساینسي څېړنې تازه بریالیتوبونه نندارې ته وړاندې کړي دي. د ډېرو ګډونوالو تصدیو مسؤلانو وویل، چې چین د نړیوالې فابریکې او نړیوال بازار په توګه د ربوټ چارو د استخراج او کارونې ستره زمینه برابره کړې ده. د چین د ربوټ تصدیو هم د نړۍ په نوښتي شبکه کې د برخې لرلو او د ربوټ د توليد او عرضې ځنځیرونو د ساتلو لپاره کوښښونه کړي دي.

د دغه نړیوال کنفرانس مساحت څلوېښت زره مربع مترو ته رسېدلی او د څه باندې يو سلو دېرشو چيني او بهرنيو تصديو له پنځو سوو زيات ربوټ تولیدات نندارې ته وړاندې شوي او له دې جملې څخه څه باندې ۳۰ تولیدات په نړۍ کې پر لومړي ځل نندارچیانو ته وړاندې شول.

د دغه نړيوال کنفرانس مرستیال عمومي لارښوونکي او د چین د الکترونیکي ټولنې مرستیال سرمنشي لیانګ لیانګ [S1] وویل، د ربوټ سږني کنفرانس د پخوا په نسبت نور زیات نړیوال ملاتړ تر لاسه کړی دی. اوس د ربوټ د کارونې ساحې نورې پراخې شوې، نو نړیوال بنسټونه هم غواړي د دغه نړیوال کنفرانس له لارې د ربوټ چارو د کارونې او بازار کې همکارۍ لا پراخې کړي.

د چین د ربوټ چارې په وروستیو کلونو کې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او د ربوټ د کارونې ساحې يې هم ډېرې پراخې شوې دي.

د چین د صنعتي او مالوماتي چارو وزارت تازه شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۱م کال کې چین کې د صنعتي ربوټونو تولیدي شمېر ۳۶۶ زرو ته رسېدلی او د هېواد په ۵۲ صنعتي ډولونو کې کارول شوي. د خدماتي ربوټونو تولیدي اندازه ۹ میلیونو، ۲۱۴ زرو ته رسېدلې او د رستورانټي چارو، پرچون پلورنې، د توکو لېږلو او طبي درملنې په شمول ډېرو برخو کې په کار دي.

چین اوسمهال د روبوټ د پرزو، بشپړو تولیداتو او د کارونې په شمول هراړخیز صنعتي سیسټم جوړ شوی او له ننګونې سره سره د دغه تولیدي ځنځیر د مقابلې توان پر له پسې پياوړی شوی دی. په دې برخه کې ځينې اړوندې کوچنۍ او منځنۍ تصدۍ هم د لیدلو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. د بېلګې په توګه ، د بېجینګ د هه سای تکنالوژۍ په نوم شرکت د موټري رادار په برخه کې اغېزمن رول لري.

په حقیقت کې د چین د ربوټ چارو ګړندی پرمختګ د حکومت د تګلارو له تضمین او ملاتړ سره نږدې اړیکې لري. د چین د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د څوارلسم پنځه کلن پلان کې د ربوټ چارو په اړه ټاکل شوي چې له کورنیو تصدیو څخه ملاتړ کوي، چې په پرمختللو هېوادونو د څېړنې او پرمختګ ادارې جوړې کړي او نړیوالې تخنيکي همکارۍ پياوړې کړي، په نړیوالو بازارونو کې د خپلو ربوټونو د پلورنې او کارونې بهیر وهڅوي.

د چین د صنعتي او مالوماتي چارو وزارت اړوند مسؤل په دې وروستیو کې وویل، چې دغه وزارت به د کورنیو او بهرنیو تصدیو، د څېړنیزو ادارو ترمنځ همکارۍ پرمخبوزي چې د نړۍ په نوښتي شبکه کې د برخې لرلو لپاره اغېزمن کوښښونه وکړي، د ربوټ د پرزو او بشپړو تولیداتو په اړه د کورنیو او بهرنیو تصدیو ترمنځ همکارۍ پیاوړې کېږي او د ربوټ د تولید او عرضې ځنځيرونو ثبات به وساتي.