روان کال لس زرو اورګاډو د چين او اروپا ترمنځ تګ ـ راتګ کړی
CMG2022/08/22 11:13:17
شريکول:

يو باروړونکی اورګاډی د اګست په ۲۱مه نېټه د چين له شي ان ښار څخه د جرمني هانبورګ په لوري وخوځېد او په دې سره د روان کال له پيل څخه د چين او اروپا ترمنځ  د باروړونکو اورګاډيو شمېر لس زرو ته ورسېد.

په دغو لس زرو اورګاډو کې په عمومي توګه ۹۷۲ زره معياري کانټينرونه لېږدول شوي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د اوسپينزو لارو ګروپ د باروړونکو چارو څانګې مسؤل رسنيو ته ويلي، چې ادارې يې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د ښه پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او د مالونو د ليږد راليږد لپاره یې هراړخيزه، زرغونه، سالمه او خوندي نړيواله ټرانسپورټي لاره اباده کړې او د نړيوال صنعتي ځنځير د تضمين او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.

د چين د اوسپينزو لارو ګروپ تر اوسه پورې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو لپاره ۸۲ پټلۍ جوړې کړي او د ۲۴ اروپايي هېوادونو ۲۰۰ ښارونو ترمنځ يې غځولې دي.