د سپوږمکۍ په انځورونو کې د چين د چينګ های ډنډ لس کلن بدلون
د چينګ های ډنډ د چين په وچه کې تر ټولو لوی ډنډ دی.
دغه ډنډ له ۱۹۷۰م کال راهیسې یعنې په تېرو ۴۰ کلونو کې د صحرا کېدو له امله په څو کوچنيو ډنډونو ويشل شوی و.
د دې ډنډ شاوخوا وچه سيمه له ۲۰۲۱م کال راهيسې بيا زرغونه شوې او څو کوچني ډنډونه پکې بیا پیوست شوي دي.
د چينايانو په هڅو په تېرو لسو کلونو کې پراخه صحرا او شاړې ځمکې زرغونې شوې دي.
په همدې موده کې د چين د ژونديو موجوداتو په لېسټ کې د ساه کښو يا ژوندي سرو شمېر ۱۲۸ زرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۱۱م کال په پرتله يو چند زیاتوالی ښيي.
په چين کې څه باندې ۳۰۰ ډوله وحشي نباتات او حيوانات، چې د پوپنا کېدو او ورکېدو په حال کې وو، بيا زيات شوي دي.