د سوريې رسنۍ: امريکايي ځواکونو د سوريې نور تېل هم غلا کړي
CMG2022/08/22 10:43:25
شريکول:

د سوريې خبري اژانس د اګست په ۲۱مه نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د سوريې نور تېل هم غلا کړي او په همدې ورځ يې د د دغه هېواد له شمال ختيځ څخه عراق ته يوه جوپه تېل انتقال کړي دي.

ياد اژانس د ځايي سرچېنو په قول ويلي، چې امريکايي ځواکونو په همدې ورځ د سوريې تېل بیا غلا کړي او په ۱۳۷ ټانکرونو کې يې په دوو جوپو کې په عراق کې د امريکې يوې پوځي اډې ته انتقال کړي دي.

د مالوماتو له مخې، د سوريې حکومت څو څو ځلې امريکايي ځواکونه د تېلو په غلا او لېږدولو تورن کړي دي.

(مينه)