په جنګ دينګ ولسوالۍ کې د شي جين پينګ دنده
CMG2022/08/22 14:46:47
شريکول:

شي جين پينګ د ١٩٨٢م کال د مارچ په پای کې د چين له پلازمېنې بېجينګ څخه د هه بې ولايت جنګ دینګ ولسوالۍ ته ولاړ او هلته د يادې ولسوالۍ  د ګوندي کميټې د مرستيال منشي په توګه پر دندې ګومارل شوی و.

شي جين پينګ هغه مهال ٢٩ کلن و.

د هه بې ولايت جنګ دینګ ولسوالي له بېجينګ څخه ٣٠٠ کيلومتره لرې ده.

شي جين پينګ مخکې له دې چې د هه بې ولایت جنګ دینګ ولسوالۍ  ته لاړ شي، د چین د هغه وخت د صدراعظم مرستیال سکريتر و او په بېجینګ کې یې دنده درلوده.

د شي جين پينګ دا دویم ځل و، چې په يوې ولسوالۍ کې يې کار کاوه.

د نوموړي دا مشهوره وينا ده، که مونږ په کلیوالو سیمو کې کار وکړو، نو دا په دې مانا ده، چې مونږ د خلکو لپاره رېښتینی کار او خدمت کوو.

شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې د چين د دولت رئيس په توګه وټاکل شو او هغه مهال يې ځوانانو ته په وينا کې وويل، چې زموږ هېواد او ملت له بېوزلۍ او کمزورتيا څخه د ننني پرمختګ او سمسورتيا په لور روان شوی او د نسلونو پر ټينګې مبارزې يې تکيه کړې ده. ځوانان باید له ستونزو څخه ونه وېرېږي او جرئت باید ولري، چې کلیوالو سیمو ته لاړ شي او تر روزنې وروسته خپل استعدادونه لوړ کړي.

 

   شي جين پينګ (۱۹۸۳م کال) د جنګ دينګ ولسوالۍ  په دفتر کې

شي جين پينګ (۱۹۸۴م کال/ اکتوبر) په جنک دينګ ولسوالۍ کې د کار پر مهال