کیوبا او ایران د مونکیپوکس پېښو راپور ورکړی
CMG2022/08/22 12:14:46
شريکول:

د کیوبا د روغتيا وزارت د اګست په ۲۰ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې په هیواد کې يې د مانکيپوکس لومړۍ پېښه ثبت کړې ده. د دغې اعلاميې له مخې پر منکيپوکس اخته کس د ايټاليې وګړی دی، چې  د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه دغه هېواد ته ورغلی دی. اوس د ياد کس حالت نازک ښودل شوی دی.

د کیوبا روغتیایی ادارو د مونکيپوکس څیړنې پیاوړې کړي او د دې ناروغۍ پروړاندې يې د وقايې او کنټرول اقدامات غوره کړي دي.

د ايران د روغتيا وزارت ویاند پدرام پیکاین د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه په یوې بيانيې کې ویلي، چې په هېواد کې يې د مونکيپوکس لومړی تایید شوی کس ۳۴ کلنه ښځه ده او د دغه هېواد د جنوب لوېديځ اهواز ښار اوسېدونکې ده.

(ژباړه: شکريه)