د ۲۰۲۲م کال د ښځو د واليبال اسيا جام د اګست په ۲۱مه نېټه د فليپين د ريزال ايالت په پاسيګ ښار کې پرانيستل شو.
د چين د واليبال ښځېنه لوبډلې په همدې ورځ لومړۍ لوبه د کوريا جمهوريت لوبډلې سره ترسره کړه او په دريو ډګرونو يې ماتې ورکړې ده.
د چين د واليبال ښځېنه لوبډله به د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د ويتنام له لوبډلې سره مخامخ شي.
د مالوماتو له مخې، د قزاقستان لوبډله له اسیا جام څخه وتلې او دمګړۍ ۹ لوبډلې د اسيا جام د ګټو لپاره خپل بخت ازمويي.
(مينه)