د ملګرو ملتونو امنيت شورا د چين په وړانديز د اګست په ۲۲مه نېټه د ډيالوګ او همکارۍ د پياوړتيا او د ګډې سولې د ساتلو په پار علنۍ غونډه تر سره کړې ده.
چين د روانې مياشتې لپاره د امنيت شورا نوبتي رئيسه هېواد دی او په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د يادې غونډې مشري کړې ده.
نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې د بېلا بېلو هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی د ګډ امنيت بنسټ او د هېوادونو تر منځ د اړيکو او تګ راتګ طلايي قاعده ده.
نوموړي ويلي، چې د ملګرو ملتونو د منشور لخوا تائيد شوی د هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي مهم اصل د نړيوالو قواعدو او نړيوالو اړيکو مهم بنسټ بلل کېږي.
(مينه)