د جاپان د اېن ايچ کۍ (NHK )ټولنې د اګست په ۲۲مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزير فوميو کيشيدا پر کرونا وبا له اخته کېدو وروسته په لومړي ځل انلاين خبري ناسته ترسره کړې ده.
فوميو کيشيدا ويلي، چې د ناروغۍ نښې نښانې يې په کمېدو دي.
نوموړي زياته کړې، چې په جاپان کې به د کرونا وبا ضد تدبيرونو او د قرانطين په برخه کې د کرونا وبا ضد تګلارې کې بدلون راولي.
فوميو کيشيدا ويلي، چې د کرونا وبا ضد نوي تدبیرونه به يې د هېواد پر طبي سيسټم بار کم کړي.
(مينه)