امنيت شورا د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ پر وضعيت غونډه کوي
CMG2022/08/23 15:40:48
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اګست په ۲۲ مه نېټه د روسي پلاوي په غوښتنې پرېکړه کړې، چې د روانې مياشتې  د ۲۳ مې نېټې په ماسپښين به د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ پر وضعيت يوه غونډه ترسره کړي او د سياست او سوله ساتنې په چارو کې به د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي ډيکارلو په دغه غونډه کې ګډون ولري او اړوند معلومات به ورکړي.

روسيې او اورکراين يو پر بل تورونه لګولي، چې پر ياد برېښناکوټ يې د توغنديو بريدونه کړي دي.

دواړو هېوادونو د اټومي انرژۍ له نړيوالې ايجنسۍ څخه غوښتي، چې د ياد برېښناکوټ د څار لپاره د کارپوهانو ډله وروليږي، خو د دغه سفر پر تفصيلاتو د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو له امله يادې ډلې تراوسه دغه برېښناکوټ ته سفر نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د زاپورژیا پر اټومي برېښناکوټ برید ځانمرګی بللی او له ښکيلو خواوو يې غوښتي، چې د دغه برېښناکوټ وضعيت پوځي نه کړي.