د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کميټې د دايمي کمېسيون ۲۳مه غونډه د اګست د ۲۲مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شوه.
په دغې غونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئيس وانګ يانګ هم ګډون کړی و.
د مالوماتو له مخې، په يادې غونډې کې به " استخدام ته د لومړیتوب ورکولو پر پالیسۍ د ټينګار لرلو" په اړه سلا مشورې وشي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم هو چون هوا يادې غونډې ته وينا وکړه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کميټې د غړو نظريې او وړانديزونه يې واورېدل.
(ژباړه: شکريه)