د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اګست په ۲۲مه نېټه ويلي، چې ايران او سعودي عربستان د خپلمنځي اړيکو پر بیا عادي کېدو خبرې پيل کړې دي.
کنعاني ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانو خبرو ښه پرمختګ موندلی دی.
نوموړي په همدې ورځ په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې ايران او سعودي عربستان د خپلمنځي اړيکو او سيمه ييزو مسئلو له امله زياتو ستونزو سره مخ شوي او عادي اړيکې يې د خپلمنځي ګټو او سيمه ييز مسئلو د حل لپاره اغېزمنې تمامېدای شي.
کنعاني زياته کړې، چې په خبرو اترو کې د نظريو اختلاف وي او د پيچلو مسئلو حل له لوړو ژورو تېريږي، خو دواړه هېوادونه اراده لري، چې د خپلمنځي توپيرونو د کمولو لپاره ښه تدبيرونه ونيسي.
نوموړي ويلي، چې د دوو هېوادونو د اړيکو بيا عادي کېدل د يوې ورځې کار نه دی او مهمه دا ده، چې دواړو خواوو د مسئلو د حل لپاره سياسي هوډ ښودلی دی.
(مينه)