سيټي بانک: د بریتانیا د پیسو انفلاسیون ښايي په راتلونکې جنورۍ کې 18.6 سلنې ته ورسېږي
CMG2022/08/23 14:34:59
شريکول:

فاینينشل ټایمز ورځپاڼې د اګست په ۲۲مه نېټه د سيټي بانک د بازاري بیو د تازه وړاندوینې له مخې خبر ورکړی، چې په برېتانيې کې د طبیعي ګازو د لوړو بيو له امله ښايي د راتلونکي ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د دغه هېواد د پیسو پړسوب يا انفلاسیون 18.6 سلنې ته ورسېږي.

سيټي بانک ويلي، چې دا به په بريتانيې کې له ۴۰ کلونو راهیسې د انفلاسيون تر ټولو لوړ ریکارډ وي. 

د بریتانیې د شمېر ملي ادارې مالومات ښيي، چې د دغه هېواد د روان کال د  اپریل ـ جولای د مصرفي توکو د بيو شاخص (CPI)  د تېر کال د همدې مودې په نسبت ډېر لوړوالی ښيي او په تېرې جولایې کې يې اندازه د تېر کال په پرتله 10.1 فیصده لوړه وه او د تېرو ۴۰ کلونو تر بل هر وخت ډېره لوړه شوې ده.

(هیله)