د امريکې پوليسو د اګست په ۲۲مه نېټه ويلي، چې د جيورجيا ايالت په اتلانتا ښار کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي دي.
پولیسو ويلي، چې د بريد په تړاو يې يوه شکمنه ښځه نېولې ده.
پولیسو دغه پېښه یوه تصادفي کړنه نه ده بللې او د قاتل او مقتول ترمنځ د پېژندګلوۍ پر اړيکو يې باور ښودلی دی.
پولیسو ويلي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې کوي.
(ژباړه: شکريه)