په افغانستان کې د بشري ناورین سره هممهاله د امریکا اقتصادي بندیزونه
CMG2022/08/23 20:21:10
شريکول:

امریکا د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې له افغانستانه پښې سپکې کړې او خپل پوځيان يې په غیرمنظم ډول او بېړه له دغه هېواده وايستل. افغانستان د همدې هېواد د کابو شل کلن پوځي يرغل او په وحشي ډول له دې هېواده وتلو له امله له سختو اقتصادي ستونزو کې ډوب شو او میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ او یا کډه شول.

دا وضح خبره ده چې ناورینونه د انسانانو بنسټيزو حقونو پروړاندې ګواښ پېښوي. افغانان د بنسټيزو حقونو تضمین ته اړتیا لري، خو امریکا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې بلونکې هم ده او د بشري حقونو د مدافع ادعا هم کوي، خو په داسې سخت وخت کې يې د دغه هېواد د مرکزي بانک شتمني کنګل کړه او په دې توګه يې په افغانستان کې بشري ناورین لا سخت کړ.

امريکا پر چا بنديزونه لګوي؟

اقتصادي بنديزونه د قوي او پياوړي هېواد لخوا د نورو هېوادونو د اقتصاد د کمزورتيا په موخه تر سره کېدونکې طريقه ده. له افغانستانه د امریکا د پوځ له تېښتې مخکې د دغه هېواد اقتصاد تر زياتې اندازې پورې د نورو هېوادونو په مرستو تکيه کړې وه. واک ته د طالبانو د رسېدو وروسته امريکا نه یوازې دا چې په افغانستان کې يې د بشري بحران حلولو لپاره اقدام نه دی کړی، بلکې سمدلاسه يې د دغه هېواد د سياسي وضعيت د کنټرول په موخه اقتصادي بندیزونه هم ولګول او له امله يې د نړۍ له بانکونو سره د ياد هېواد بانکي اړيکې يې پرې شوې.د دغه هېواد مرکزي بانک نشي کولای چې د پولي واحد د ملاتړ لپاره خپلې زېرمې وکاروي.

د افغانستان خلک د امریکا دغه اقدام پر دغه هېواد د امریکا اقتصادي تېری بللی او په حقیقت کې د دې جګړې اصلي قربانیان عام افغانان دي.

د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس وویل: «په ميليونو افغانان د مرګ له خطر سره مخ دي او موږ د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې لپاره له وخت سره سيالي کوو. امريکا بايد د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ازاده کړي، تر څو د ځايي اقتصاد او ټولنې د سقوط مخه ونیول شي.»

امریکا په ښکاره د خپلو ګټو په لټه کې ده او د نورو انسانانو وخت او وضعیت دوی ته مهم نه دی او نه يې د افغانانو د ناورین د مخنيوي لپاره کوم بېړنۍ اقدام کړی دی.دغه هېواد د افغانانو شتمني په داسې حال کې برمته کړې چې د نړۍ مختلفو هېوادونو او بنسټونو له امریکا غوښتي چې دا شتمني آزاده کړي.

د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې امریکا ويلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمه برخه يعنې درې میلیارډه او ۵۰۰ میلیونه ډالره به د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ورکړي.د امریکا دې کړنې چې په ښکاره يې د یوه ډېر بېوزله هېواد شتمني غلا کړې، نړیواله ټولنه له یوه لوی چلنج سره مخ کړې.

له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د غیر مسوولانه تېښتې یو کال پوره شو، خو په دغه هېواد کې بشري ناورینونه لا هم دوام لري.

د روغتيا نړيوال سازمان راپور ورکړی، چې په افغانستان هره مياشت په لسګونو زره ماشومان د خوار ځواکۍ له امله بيړنۍ درملنې ته اړتيا لري، په لرو پرتو سيمو کې زيات شمېر خلکو ته مرستې نه رسېږي او له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکوي، څه باندې ميليون ماشومان چې عمر يې له پنځه کاله کم دی، د اوږدې مودې لپاره غذايي مواد نه لري او له روغتيايي ستونزو سره مخ دي. د ژغورنې نړيوالې کميټې ویلي، د افغانستان اوسنی بشري ناورین کیدای شي د ۲۰ کلنې جګړې په پرتله زیات تلفات رامنځته کړي.

امريکا پر نورو هېوادونو د اقتصادي بنديزونو لګولو توان او لارې چارې لري، که امريکا پوه شي چې دوی د بندیزونو له لارې خپلې موخې ته رسېدای شي، نو حتما به له دې لارې استفاده وکړي. امريکا د افغانستان د خلکو ژوند ته هېڅ پام نه دی کړی او په داسې حال کې په دغه هېواد کې اقتصادي وضعيت ښه نه دی، دوی ورباندې اقتصادي بندیزونه لګولي دي. امریکا په حقيقت کې په دې کار سره غواړي چې د سيمې امنیت خراب کړي او دا یوه دسیسه ده. په دې سخت وخت کې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګول یو غیر عادلانه اقدام دی او امریکا په دې ښه پوهېږي، خو د افغانستان د خلکو بشري حقونو ته هېڅ پام نه کوي، یوازې خپل تسلط غواړي هغه که په هره طریقه وي.