د اسرائیل حکومت د اګست په ۲۲مه نېټه په لومړي ځل د فلسطینیانو په مخ خپل دوهم لوی نړیوال هوايي ډګر ((لامن)) پرانیستلی دی.
د مالوماتو له مخې، ۴۰ فلسطینیان په همدې ورځ د ياد هوايي ډګر له لارې د قبرس لکنا ښار ته تللي دي.
د فلسطین د ټرانسپورټ وزارت ویاند موسی راخله څو ورځې مخکې خبریالانو ته ویلي وو، چې اسرائیل له فلسطین سره د لامن هوايي ډګر د پرانیستلو په اړه هېڅ خبرې نه دي کړي.
د نوموړي په وينا، اسرائیل یوازې اقتصادي ګټې لټوي او دا له چا پټه نه ده، چې د فلسطین پر ملي حاکمیت او د هوايي ډګر د درلودلو پر حق تیری کړی دی.
(هیله)