الفت په کابل ښار کې برګر پلوري. دی وایي، د برګر تر څنګ خلک ترې یوازې چپس هم اخلي. د نوموړي په خبره چې مخکې یې کاروبار ښه و، خو اوس چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، نو دوی ته په ورځني ډول دومره ګټه نه پاتې کېږي، خو بیا هم له خپل کار خوښ دی.