ډېر هېوادونه له چين سره د اورګاډيو ‌پټليو له همکاریو برخمن شوي
CMG2022/08/23 15:03:08
شريکول:

د اګست ۲۱مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د پلي کولو لپاره يوه ځانګړې ورځ ګڼل کېږي. په همدې ورځ د چين له شي ان ښار څخه د المان تر هامبورګ پورې د اورګاډيو پټلۍ د شي ان د نړيوال بندر له سټېشن څخه وتلې ده. دا له روان کال راهيسی۱۰۰۰۰ م اورګاډی دی چې د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې هغه ګړندی اورګاډی چې چين په لومړي ځل نورو هېوادونو ته صادر کړې او د اندونيزيا له جاکارتا څخه ترباندونګ پورې په چټکې پټلۍ کې به تګ راتګ وکړي، په رسمي توګه د چين د چينګ داو له سمندري بندر څخه وخوځېد. له دې کبله نورو هېوادونو ته د چيني ګړندی اورګاډو د صادراتو مهم وخت هم رارسېدلی دی.

ياد دوه کارونه له پټليو سره تړاو لري. په وروستيو کلونو کې چين د پټليو د ابادولو په برخه کې له ډېرو هېوادونو سره همکارۍ کړې چې له امله يې ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ترې برخمن شوی دی.

د بېلګې په توګه د المان د اسبورګ بندر چې د پخوانۍ صنعتي اډې په روهير سيمه کې دی، د سکرو چارو د پرځېدو له کبله د اقتصادي جوړښت د بدلولو په بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو تګ راتګ په رڼا کې په اروپا کې د مالونو د لېږد رالېږد مرکز ګرځېدلی دی. په الماني ګودام کې د دې اورګاډو چارو کارکوونکي توماس کلاينیکي ويلي چې د ۲۰۱۹ کال له سپتمبر څخه تر اوسه پورې مې دلته کار کړی، خو اوس مې احساس کړی چې کارونه ډېر شوي دي. په دې ګودام کې د کوچنيو صنعتي توليداتو او لويو ماشينونو په شمول ډېر توليدات زېرمه کېږي. سږنی عمر مې ۵۵ کالونه دي، خو لاهم مې ورسره يو ثابت کاري قررداد لاسليک کړی چې دا په المان کې لږ ليدل کېږي.

د يوې شمېرنې له مخې اوس اورګاډي د چين او اروپا ترمنځ په ۸۲ پټليو کې تګ راتګ چې د ۲۴ اروپايي هېوادونو ۲۰۰ ښارونو ته غځېږي. د اورګاډيو د تګ راتګ شمېر د ۲۰۱۱ کال په پرتله نژدې نهه سوه ځلې برابرې لوړ دی. لېږدول کېدونکي توليدات د موټرو، ماشينونو او الکترونيکي توکو په شمول د ۵۳ برخو څه باندې پنځوس زره ډوله لري او عمومي ارزښت يې شاوخوا ۳۰۰میليارډه امريکايي ډالره دي. د دغو اورګاډيو تګ راتګ د دويسبورګ ښار په شان ډېرو ښارونو او د توماس په شان وګړو ته نوي فرصتونه برابر کړي دي.

دغه راز د اندونيزيا له جاکارتا څخه تر باندونګ پورې د چټکو اورګاډو پلټۍ په اوږدو کې ځايي وګړي هم له ګټو څخه برخمن شوي دي. د دغې پټلۍ تر جوړېدو وروسته به د دواړو ځايونو ترمنځ د سفر وخت له څه باندې درې ساعتونو څخه څلوېښت دقیقو ته راټيټ شي. د اندونيزيايانو په اند د دې پټلۍ له کبله به وخت تر زياتې اندازې پورې سپما او ځايي سيمو ته پرمختيایي فرصتونه به هم برابر شي.

د بېلګې په توګه والني منظره لرونکې سيمه د دې پټلۍ په اوږدو کې پرته ده، خو د ترانسپورټي ستونزو له کبله يې اقتصادي پرمختګ لاهم وروسته پاتې دی. د دغې پټلۍ په بشپړېدو سره په دې سيمه کې د موټرو او موټوسيکلونو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی او په شاوخوا کليوالو سيمو کې کورونه هم ترميم شوي او يا د بيا جوړېدو په حال کې دي. په نژدې راتلونکې کې به د والني د اورګاډو سټېشن په څېرمه کې يو نوی ښار اباد شي او د لوېديځ جاوا ولايت د زړو  کسانو د پالنې، طبي روزنې او د روغتیا ساتنې او ساعت تېري مرکز به وګرځي. د دې ولايت والي وايي چې د اندونيزيا خلک پر دغې پټلۍ وياړي.

اوس مهال څه باندې ۱۴۰ هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې په نوم له چين سره اړوند سندونه لاسليک کړي دي. تېر کال د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د مالونو سوداګريز ارزښت ۱۱۶۰۰ میليارډه يوانو ته رسېدلی او په دغو هېوادونو کې د چين مستقيمه پانګونه ۱۳۸ میليارډه ۴۵۰ میلیونه يوانه دي. د دغې وړانديز د پلي کولو په رڼا کې دغو هېوادونو ترې لازياتې ګټې اخيستې او اخلي يې.

د اټکل له مخې په راتلونکي کې به د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډيو تګ راتګ د چين او نورو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره لا مثبت رول ولوبوي.