د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي د سي جي ټي اېن او شمشماد ټلويزيون ځانګړي پروګرام ته وینا وکړه
CMG2022/08/23 16:15:58
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ سي جي ټي اېن او د افغانستان شمشاد ټلويزيون په افغانستان کې روان بشري وضعيت ته د نړيوالې ټولنې د پاملرنې د راجلبولو په موخه په ګډه ټلويزيوني پروګرام" افغانستان د بدلون په حال کې" ترسره کړی دی.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي مارتین ګریفیتس ياد ځانګړي پروګرام ته په وينا کې ويلي؛ راځئ! لاسونه سره ورکړو، متحد شو او له افغانانو سره ودریږو!