يو شياو يونګ له نړيوالو سره د افغانستان مسئلې په تړاو د چين نظريې شريکې کړې
CMG2022/08/23 16:16:43
شريکول:

د چين مېډيا ګروپ سي جي ټي اېن او د افغانستان شمشاد ټلويزيون په افغانستان کې روان بشري وضعيت ته د نړيوالې ټولنې د پاملرنې د راجلبولو په موخه په ګډه ټلويزيوني پروګرام" افغانستان د بدلون په حال کې" ترسره کړی دی.

په دغه پروګرام کې د افغانستان د ستونزو د درک کولو په موخه افغان چارواکو، د نړیوالو سازمانونو استازو او د ډېرو هېوادونو کارپوهانو او نندارچيانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د افغانستان لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو يونګ په ياد پروګرام کې افغانستان ته د خپل سفر، چې د اګست له نهمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې يې ترسره کړی، په تړاو خبرې وکړې او د افغانستان مسئلې په اړه يې له نړيوالو کارپوهانو سره د چين نظريې شريکې کړې.