چین د چاپېريال ساتنې لپاره ۶۲ ميليارډه او سل ميليونه يوانه ځانګړي کړي
CMG2022/08/24 11:03:30
شريکول:

د چين د چاپېريال ساتنې وزارت چارواکو د اګست په ۲۳مه نېټه يوې خبري ناستې کې ويلي، چې مرکزي حکومت يې په ۲۰۲۲م کال کې د چاپېريال ساتنې او د ککړتيا د مخنيوي لپاره ۶۲ ميليارډه او سل ميليونه يوانه ځانګړي کړي دي.

د چين چاپيريال ساتنې وزارت د مرکزي حکومت په مالي مرستې د چاپيريال ساتنې د ځينو پروژو د پلي کولو لپاره ۶۲ ميليارډه او سل ميليونه يوانه ځانګړي کړي، چې دغه رقم د تېر کال په پرتله په سلو کې ۸ اعشاريه ۶ زياتوالی ښيي.

ياد وزارت د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې په پار د پولي ارګانونو مالي ملاتړ هم خپل کړی او مرستې يې تر لاسه کړې دي.