اردوغان: ترکيه به له فلسطين سره دايمي، ثابتې او دوامدارې اړيکې وساتي
CMG2022/08/24 11:00:11
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اګست په ۲۳مه نېټه ويلي، چې هېواد به یې له فلسطين سره دايمي، ثابتې او دوامدارې اړيکې وساتي او له اسرائيل سره د ترکيې د ډيپلوماتيکو اړيکو پرمختګ به د فلسطين د ازادېدو له چارو څخه پر ملاتړ منفي اغيزې ونه کړي.

نوموړي په همدې ورځ د ترکيې په پلازمينه انقره کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره په يوې ګډې خبري ناستې کې ويلي، چې د ترکيې او اسرائيل ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو پرمختګ به له فلسطين څخه د ترکيې پر ملاتړ اغېز ونه کړي.

د نوموړي په وينا، ترکيې اسرائيل ته خپل دريځ بيان کړی، چې د بیت المقدس د مقام د بدلولو له هرې کړنې سره مخالفت کوي.

عباس له زورزياتي او ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت کړی او له ترکيې څخه يې مننه کړې، چې د فلسطينيانو ترڅنګ ولاړه ده.

ولسمشر محمود عباس د اګست په ۲۲مه نېټه ترکيې ته په درې ورځني سفرتللی دی.

(غاټول)