په امريکا کې پر مانکيپوکس د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی
CMG2022/08/24 11:06:33
شريکول:

د امريکا د ساري ناروغيو د مخنيوي او وقايې مرکز د اګست په ۲۳مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ټوله نړۍ کې پر مانکيپوکس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۹۵۴ ته رسېدلی دی او له دې جملې څخه ۱۵۴۳۲ پېښې يې په امريکا کې ثبت شوې دي.

ياد مرکز اټکل کوي چې په امريکا کې ښايي په راتلونکې مياشتې کې پر مانکيپوکس د اخته کسانو شمېر نور هم زيات شي او وروسته ښايي کموالی پکې راشي.

د مالوماتو له مخې، د روانې مياشتې تر ۱۷مې نېټې پورې، په امريکا کې پر مانکيپوکس د اخته کسانو شمېر د ټولې نړۍ ۳۴ سلنه نيسي.

(مينه)