امريکا باید د تايوان په مسئله کې تېروتنه ونه کړي
CMG2022/08/24 14:30:34
شريکول:

 په اوسنۍ نړۍ کې هغه هېواد چې په حق د باطل په بدلولو کې تر ټولو غښتلې وړتيا لري، ښايي امريکا وي. امریکايي سياستوالو پدې وروستيو کې د تايوان په مسئله کې يوه داسې ډرامه اجرا کړې، چې د خپل جوړ بحران مسئوليت يې پر چين اچولی دی.

چين تايوان ته د امریکې د استازو جرګې د مشرې نانسي پېلوسي سفر غندلی او د امريکا لوړپوړو چارواکو د چين دغه کړنه له حده ډېر توند غبرګون بللی او ويلي يې دي، چې چين له امريکې سره د اړيکو د بحران سبب ګرځېدلې، چې له دې لارې يې غوښتي، چې مسئوليت پر چين واچوي. تر دې بد خبر دا دی، چې ځيني امريکايي سياستوال له نانسي پېلوسي وروسته تايوان ته ورغلل او په اور يې تېل پاشلي دي.

له شکه پرته د تايوان تنګي روان بحران امريکې راپارولی دی.  پېلوسي د خپلو سياسي ګټو په موخه د چين له احتجاج سره سره تايوان ته سفر وکړ او دغه کړنه يې د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکې ترمنځ له دريو ګډو اعلاميو څخه سرغړونه ده، چې نه یوازې د چین ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا يې ډېره زيانمنه کړې، بلکې د تايوان تنګي سولې او ثبات ته يې، همدارنګه د چين او امریکې ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ ته ګواښونه پېښ کړي دي. چين د تايوان تنګي د وضعيت د ثابت ساتلو په موخه  د پېلوسي له سفر وړاندې ورسره مخالفت څرګند کړی و او احتمالي بده پايله يې وړاندې کړې وه.

د دې ترڅنګ چینایانو ورهاخوا ځينو بهرنیو سیاستوالو پېلوسي ته هم خبرداری ورکړی و. د اسټراليا پخواني صدراعظم کيټينګ په خپلو خبرو کې د پېلوسي کړنه ډېره بې عقله او لمسون پاروونکې بللې او ويلي يې دي، چې که پېلوسي وضعيت په تېروتنې وارزوي او ناسمې پرېکړې وکړي، نو د سيمې ان د ټولې نړۍ خونديتوب، سمسورتيا او نظام به له ورانوونکې پايلې سره مخامخ شي. که امریکا د ولس نظر ونه اوري او په خپل ناسم هدف ټينګار وکړي، نو دغه هېواد باید د خپلې تېروتنې بيه ورکړي.

د نړيوالو قوانينو  له مخې هر هېواد د خپل ملي حاکميت او ځمکني تماميت د ساتلو او د بهرنۍ مداخلې د مخنيوي حق لري. چين د امریکې د لمسون پر وړاندې د مجبوريت له مخې ځوابي اقدامات غوره کړي، څو د تايوان بېلتون غوښتونکو ته خبرداری ورکړي او د هېواد مهمې ګټې او کورني او نړيوال قوانين وساتي.

څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او ډېرو نړيوالو سازمانونو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار او د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په برخه کې يې د چين له اقداماتو څخه ملاتړ څرګند کړی دی. د امریکې د بهرنيو چارو پخواني وزير هنري کسېنجر په یوه مرکه کې تايوان ته د پېلوسي سفر احمقانه اقدام بللی او ويلي يې دي، چې پېلوسي د تقابل  له لارې د ستونزې هوارول غواړي او دغه فکر يې ناسم دی. په چين کې د کیوبا سفير پيرېرا ويلي، چې امريکا خپل مسئوليت پر چين اچول غواړي او دا ډول فريب يې پخوا ډېر کارولی دی.

امریکا وايي، چيني ځواکونو پوځي تمرينات پيل کړي او هدف يې د تايوان له مسئلې په کار اخيستنې د خپل پوځي توان ښودل دي.

په حقيقت کې تايوان د چين د خاورې یوه برخه ده او ځواکونه يې د بهرني لمسون پر وړاندې مجبور شوي چې د خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره پوځي تمرينات پيل کړي او دا حقه حقونه دي چې د هېواد د اساسي قانون او د هېواد د بېلتون ضد قانون له مخې یې کارولي دي.

د امريکا سناتور ماکي او د انديانا ايالت والي هورکوم په وار سره له پېلوسي وروسته تايوان ته سفر کړی او له دې څخه څرګندېږي، چې امريکې خپلې تېروتنې نه دي سمې کړې، بلکې لمسون ته يې دوام ورکړی، څو خپلې سياسي او اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.