د چين د ۲۰۲۲م کال د انټرنېټي تمدن غونډه ژر پرانيستل کېږي
CMG2022/08/24 10:28:09
شريکول:

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر چارواکو د اګست په ۲۳مه نېټه په يوې خبري ناستې کې خبر ورکړ، چې د چين د ۲۰۲۲م کال د انټرنېټي تمدن غونډه به د اګست په ۲۸مې نېټې په تيان جين کې پېل شي او د همدې مياشتې په ۲۹مې نېټې به پای ته ورسيږي. 

دغه غونډه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د انټرنېټي فصا چارو دفتر، د مرکزي کمېټې د روحي تمدن د ابادۍ لارښوونکي کمېسيون، د تيان جين ښار د ګوندي کمېټې او ښاروالي په ګډې همکارۍ ترسره کيږي. د چين د انټرنېټي تمدن د سږنۍ غونډې عمده منځپانګه په نوې زمانې کې د ښې روحيې پر ودې او په انټرنيټي تمدن ورټوله ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د انترنيټي فضا چارو دفتر مرستيال او هم د چين د انټرنېټي فضا ادارې مرستيال شنګ ژونګ هوا په همدې ورځ خبريالانو ته وويل، چې د چين د انټرنېټي تمدن د سږنۍ غونډې د ترسره کېدو په ترڅ کې به پرانيستونکي مراسم، عمده فورم، د انترنيټي باور د ابادۍ لوړ پوړی فورم، ۱۰ فرعي فورمونه، په نوې زمانې کې د چين د انټرنېټي تمدن لاسته راوړنې او اړوندې نندارې ترسره شي.

(مينه)