چین: ښکېلې خواوې باید د زاپورژیا اټومي برېښناکوټ د پېښو خطر کم کړي
CMG2022/08/24 11:01:58
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دايمي استازي ګنګ شوانګ د اګست په ۲۳مه نېټه د امنیت شورا د اوکراین د اټومي تاسیساتو د څار په یوې غونډې کې وينا کړې او له روسیې او اوکراين يې غوښتي، چې سړه سینه وساتي او د اوکراین د زاپورژیا د اټومي برېښناکوټ د پېښو خطر کم کړي. 

په دې وروستيو کې د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ توغندیز بريدونه شوي، خو اوکراين او روسيه يې پړه یو پر بل اچوي.

ګنګ شوانګ د زاپورژيا پر اټومي برېښناکوټ د يادو بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او پر ښکېلو لوريو يې غږ کړی، چې سړه سېنه وساتي او د ياد برېښناکوټ امنیت خوندي کړي.

 نوموړي زياته کړې، چې دغو بريدونو یاد برېښناکوټ ته مستقیم زيان نه دی اړولی، خو د اټومي تجهیزیاتو د امنیت ساتنې په چارو کې هېڅ تېروتنه د زغم وړ نه ده، هره پېښه یې د سختې اټومي پېښې د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

کنګ شوانګ ويلي، که د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ ته زيان ورسیږي، نو د اوکراین او شاوخوا هېوادونو پر بیلوژيکي چاپېریال او عامې روغتیا به ډېره بده اغېزه وکړي.
 نوموړي د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې تر وسې پورې سړه سینه وساتي، نړیوال قوانین دې جدي مراعات کړي او اټومي خوندیتوب ته له ګواښ رسوونکو کړنو دې ډډه وکړي.

(هیله)