د ايران ملکي هوايي سازمان پر امريکا غږ کړی، چې غير عادلانه بنديزونه ترې لرې کړي
CMG2022/08/24 11:01:42
شريکول:

د ايران د ملکي هوايي سازمان مشر محمد محمدي بخش د اګست په ۲۳مه نېټه ويلي، چې پر ايران د امریکا د بنديزونو له امله شاوخوا ۴۰ سلنه ایراني مسافروړونکې الوتکې پر ځمکې ناستې دي او نورو هېوادونو ته پروازونه نه شي کولی.

نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا پرې غيرعادلانه بنديزونه ژر لغوه کړي.

محمدي بخش په همدې ورځ د ايران د اې اېس اېن اې خبرې اژانس سره په مرکې کې ويلي، چې امريکا د ايران پر هوايي چارو بنديزونه دومره ډېر کړي، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی.

نوموړي ويلي، چې امريکا پر ايران د الوتکو او اړوندو پرزو پر اخيستلو هم محدوديتونه لګولي، چې له امله یې د هوايي ژغورنې په شمول بشري مرستې هم اغيزمنې شوې دي.

ايران اوسمهال شاوخوا ۳۳۰ ملکي الوتکې لري، ډېری يې ۲۷ کاله مخکې جوړې شوي او په دې جملې کې يې ۶۰ سلنه الوتکې د کارونې وړ او پاتې يې پر ځمکې ناستې دي.

(غاټول)