د چين په اقتصادي پرمختګ کې د کلتوري او سيلانيزو صنعتونو ونډه زياته شوې
CMG2022/08/24 15:16:43
شريکول:

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د صنعتي پرمختګ مشر مياو مو يانګ د اګست د ۲۴مې نېټې په سهار د چين د تېر لس کلن پرمختګ په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې د چين کلتوري صنعت او سيلانيز صنعت له ۲۰۱۲م کال راهيسې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک ګرځيدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې د چين د کلتوري چارو د زياتوالي ارزښت ۴۴۳۶ ميليارډه او ۳ سوه ميليونه يوانه او د سيلانيزو چارو د زياتوالي ارزښت يې ۴۴۹۸ ميليارډه او ۹ سوه ميليونه يوانه و، چې دواړو رقمونو يې په جلا جلا توګه د همدې کال د کورنيو توليداتو په عمومي ارزښت کې ۴ اعشاريه ۵ سلنه او ۴ اعشاريه ۵۶ سلنه برخه نيولې وه.

 د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې، په چين کې د سيلانيزو خدمتونو د شرکتونو شمېر ۴۲ زره و  او د اې په کچې د سيلانيزو سيمو شمېر يې  ۱۴ زرو ته رسيدلی و.