اروپايي ټولنه: اروپا له تېرو۵ پېړيو راهيسې له بې ساري سختې وچکالۍ سره مخ ده
CMG2022/08/24 10:59:04
شريکول:

د اروپايي ټولنې ګډ څېړنيز مرکز د اګست په ۲۳مه نېټه په يوه راپور کې ويلي، چې اروپا له داسې سختې وچکالۍ سره مخ شوې، چې په تېرو ۵۰۰ کلونو کې يې ښايي ساری نه وي لیدل شوی.

راپور وايي، چې د اروپا ۴۷ سلنه سيمې د وچکالۍ له سختې ننګونې سره مخ دي او ۱۷ سلنه يې بیا وچه صحرا ده او تر اوسه په دغې لویې وچې کې د وچکالۍ د کمېدو نښې نښانې نه ښکاري

د اروپايي ټولنې ګډ څېړنيز مرکز کارپوهان په دې اند دي، چې اوسنۍ وچکالي ممکن له تېرو ۵۰۰ کلونو راهيسې تر ټولو سخته وي او دغه ارزونه به يې د دوبي له پای ته رسیدو وروسته تائيد شي.

(غاټول)