تېر کال د چین د چاپېریال ساتنې د چارو عایدات 11.8 سلنه زیات شوي
CMG2022/08/24 10:19:25
شريکول:

د چین د چاپېریال ساتنې وزارت د ټکنالوژۍ او مالي چارو ادارې مشر ځو شو مین د اګست په ۲۳مه نېټه په یوې خبري ناستې کې وويل، چې په تېر ۲۰۲۱م کال کې د چین د چاپېریال ساتنې چارو عایدات 2.18 ټریلیونو یوانو ته رسېدلي، چې دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال په نسبت 11.8 سلنه زياتوالی ښيي.

نوموړي وویل، چې چین د چاپېریال ساتنې د چارو بشپړ سیسټم جوړ کړی، چې پکې د ککړتیا د ادارې او د بیولوژيکي چاپېریال د بيا ښه والي د تخنیکي څېړنې، د تجهیزاتو جوړونې، ډيزاین او کارونې په شمول ډېرې برخې شاملې دي.

د ځو شو مين په وينا، د چين حکومت غواړي، چې دغه سیسټم د زرغون او دوامدار پرمختګ په لوري پراخ کړي.

 (هیله)