شي جين پينګ د چين او افريقا د خبري رسنيو پنځم همکاريز فورم ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/08/25 18:46:35
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۵مه د چين او افريقا د خبري رسنيو پنځم همکاريز فورم ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ليکلي، چين او افريقا ګډ برخليک لري او چيني او افريقايي خبري رسنۍ د اعتماد وړ همکاريو د پياوړتيا، د نړيوالې سولې ساتنې او د نړيوال پرمختګ د هڅونې په برخو کې مهم مسئوليت لري. د چين او افريقا د خبري رسنيو همکاريز فورم د جوړېدو له لسو کلونو راهيسې د خپلمنځي خبرو اترو او همکاريو د پياوړتيا لپاره مهمه زمينه برابره شوې او د چين او افريقا ترمنځ د کلتوري تبادلو او د دواړو خواوو ترمنځ يې د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو په ټينګښت کې مهم رول لوبولی دی.

د چين او افريقا د خبري رسنيو پنځم همکاريز فورم د اګست په ۲۵مه په بېجينګ کې تر سره شو.