د امريکا پنټاګون د اګست په ۲۴مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به يې له اوکراين سره د څه باندې ۳ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت اضافي امنيتي مرسته وکړي.
دا له کيف سره د واشنګټن تر ټولو زياته امنيتي مرسته بلل کېږي.
اعلاميه وايي، چې امريکا به اوکراين ته د توغنديو ضد د دفاع ۶ سيسټمونه او اړوندې ګولۍ، د بې پيلوټه الوتکو اړوند سامان الات، د بې پيلوټه الوتکو ضد سيسټمونه او د لېزر لارښوونکو توغنديو سيسټمونه ورکړي.
اعلاميه زياتوي، چې د امريکا پنټاګون به يادې وسلې د کانګرېس په اجازه له ځينو تصديو واخلي او اوکراين ته به یې وسپاري.
جوبايډن چې د امريکا د ولسمشرۍ چارې په لاس کې اخيستي، تردې دمه یې اوکراين سره د ۱۳ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د امنيتي مرستو ژمنه کړې ده.
(مينه)